ca-app-pub-4820796287277991/7704934546 Batkhela news.100news Daily Updates News Funny Video Movie Songs: افغانستان کې ناټو ځواکونه د جګړې له قانون په سرغړاوي تورن شوي

Friday, 7 December 2012

افغانستان کې ناټو ځواکونه د جګړې له قانون په سرغړاوي تورن شوي

افغانستان کې د ناټو په مشرۍ پر نړيوالو ځواکونو تور لګېدلی چې د ۳ ورځو لپاره يې د يوه روغتيايي کلېنيک په اشغالولو له جينيوا تړونونو سرغړونه کړې ده.
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې ويلي ائتلافي او افغان ځواکونو دغه کلينيک د بنديانو ساتلو او لوجسټيکي مرکز په توګه کارولی دی.
سويډنۍ کمېټه چې يوه نړيواله مرستنديو ټولنه ده، د دغه کلېنيک سمبالښت پر غاړه لري.
ائتلافي ځواکونو ويلي دوی د دغو اداعوو په اړه پوهېږي، او په اړه يې په پلټنو بوخت دي.
په کابل کې د بی بي سي خبرياله اورلا ګېرېن وايي د سويډنۍ مرستندويه ټولنې په وينا ناټو او افغان ځواکونو دغه کلېنيک د جګړې په ډګر بدل کړی و.
د دغې ټولنې يو وياند ويلي پوځيان په نيمه شپه کې پر کلېنيک ورمات شوي، چې له امله يې روغتياپالان له خپل کار ځايه تښتېدو ته اړی شوي دي.

"د ناټو يوه وياند ويلي دوی اوس د شويو ادعاوو په اړه پلټنې کوي"
د دريو ورځو په اوږدو کې په کلېنيک او شاوخوا سيمه کې وسله والې نښتې شوې، بنديان په کې ساتل شوي او روغتيايي اسانتياوو ته په لاسرسي کې د ځايي خلک مخنيوی شوی دی.
دغه سويډنۍ مرستندويه ټولنه وايي دغه پېښه چې د تېر اوکتوبر په وروستيو کې شوې، له جينيوا تړونونو څرګند سرغړاوی و. د ناټو يوه وياند ويلي دوی اوس د شويو ادعاوو په اړه پلټنې کوي.
د سويډن مرستندويه ټولنه وايي پر روغتيايي اسانتياوو په منظم ډول د ټولو اړخونو له لوري تېری کېږي.
دغه ټولنه وايي د کلېنيکونو په اړه د مياشتې يو يا دوه داسې راپورنه ورکول کېږي، چې د دروغتيا پالنې دغه ډول ځايونه په لنډ مهالي ډول د جګړې مورچل په توګه کارول کېږي.

No comments:

Power Rangers video

Adi Shankar Presents a Mighty Morphin' Power Rangers Bootleg Film By Joseph Kahn.

To Learn More About Why This Bootleg Exists Click Here: http://tinyurl.com/mw9qd79